په بلوچستان کې د انلاین روغتیايي مشورو لپاره نوی اپلېکېشن جوړ شو

0
58

د بلوچستان د خلکو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو نوښت (PPHI) د «صحت دهلېز» په نوم د انلاین روغتیايي مشورو اپلېکېشن فعال کړی، چې موخه یې خلکو ته پر وخت او باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي اسانتیا برابرول دي.

د دې اپلېکېشن له لارې خلک کولای شي د ورځې او شپې په هر وخت کې له وړ ډاکټرانو سره مشوره وکړي او د عامو ناروغیو د درملنې په اړه لارښوونې ترلاسه کړي.

یاد اپلېکېشن د میندو او ماشومانو د روغتیا په اړه مشورې او د عامې روغتیا په تړاو معلومات هم وړاندې کوي.

د دې نوښت موخه په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کول او روغتیايي مرکزونو ته د تګ راتګ ستونزې کمول دي.

د بلوچستان د خلکو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو نوښت په وینا، خلک کولای شي د ورکړل شویو کېو ار (QR) کوډونو په سکین کولو سره د دې اپلېکېشن وېبپاڼې او د انډرایډ بڼه وکاروي.