ایراني چارواکو د پاکستان د پوځ مشر، فیلډمارشال عاصم منیر ته ویلي، چې د تهران د غوښتنو تر منل کېدو پورې به له واشنګټن سره خبرې ونه کړي.
رویټرز خبري اژانس د ایراني رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او سیمهییزو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، تر هغه چې امریکا د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران اووه غوښتنې ونه مني، د تهران باور به بېرته ترلاسه نه کړي.
په دغو غوښتنو کې د ایران پر بندرونو د امریکا د بندیزونو پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په سیمه کې د جګړو درول شامل دي.
د ایران د امنیتي چارو یوه لوړپوړي چارواکي محسن رضايي هم ویلي، چې د تهران د غوښتنو تر منل کېدو مخکې له امریکا سره خبرې نه کېږي. هغه زیاته کړې، چې د ایران غني شوې اټومي زېرمې به له هېواده بهر ونه لېږدول شي.
بل لور ته، د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وینس د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې د هوکړې لپاره باید ایران د یورانیمو د غني کولو کچه په څرګند ډول راکمه کړي.
امریکا، اسراییل او ځینې لوېدیځ هېوادونه ایران په اټومي وسلو د جوړولو په هڅه تورنوي؛ خو تهران دا تورونه ردوي.


