دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخیبر پښتونخوا : دوو پېښو کې د پاکستان پنځه امنیتي کسان وژل...

خیبر پښتونخوا : دوو پېښو کې د پاکستان پنځه امنیتي کسان وژل شوي دي.

ويب ډیسک

د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په برخو کې په دوو پېښو کې د پاکستان پنځه امنیتي کسان وژل شوي دي.

د باجوړ ډي پي او عبدالصمد خان وايي چې د پاک افغان پولې سره نزدې د ماموند تحصیل په غونډۍ سیمه کې د سړک غاړې بم وچاودېد.

هغه وویل چې چاودنه په تیر بانډه کې هغه مهال وشوه چې د امنیتي ځواکونو او پولیسو ګډ ټیم په سیمه کې د پلټنې عملیات ترسره کول چې له امله یې د یو قراردادي موټر په نښه شوی او دوه کسان یې ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې په دویمه چاودنه کې د ایف سي څلور کسان جمشېد او مدثر او پولیس کنسټبلز نورالرحمن او صمد خان شهیدان شوي دي.

هغه وویل چې دا یوه آی ډي وسیله وه چې د لومړۍ چاودنې دمخه په لاره کې کرل شوې وه. د پېښې وروسته د ایف سي او پولیس ټیم ځای ته ورسېدل او شهیدان شوي امنیتي کسان یې د رسمياتو لپاره د خار ضلعي هیډکوارټر روغتون ته انتقال کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه