مستونګ کې د چاودنې له امله شپږ کارګر وژل شوي

0
66

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په کډکوچه سیمه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د نواب غوث بخش رئیسانی روغتون د چارواکو په وینا، د جمعې سهار د کډکوچې د انجیرۍ له سیمې څخه څلور مړي او درې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي. د روغتون د چارواکو په خبره، وژل شوي او ټپیان ټول کارګر دي.

د پېښې ټپیانو روغتیايي کارکوونکو ته ویلي چې دوی په بڼونو کې پر کار بوخت وو چې له اسمانه یوه چاودېدونکې توکي راولوېد او له سخت غږ سره وچاودېد. ټپیانو ادعا کړې چې دغه پېښه ښايي د بې پیلوټه الوتکې برید وي.

خو د کډکوچې د پولیسو تاڼې مشر اویس خان رسنيو ته د څلورو کارګرانو وژل کېدل او د درېیو ټپي کېدل تایید کړي، خو ویلي یې دي چې د چاودنې کره څرنګوالی لا نه دی معلوم.

د روغتون له خوا د وژل شویو کسانو نومونه ګل خان مغیري، جهانزیب ابړو، عبیدالله ابړو او عمران ابړو ښودل شوي دي. د ټپیانو نومونه علي رضا مېنګل، نصیب الله ابړو او خالد حسین ښودل شوي. ویل کېږي چې د دغو کسانو اصلي ټاټوبی د کچۍ ولسوالۍ حاجي ښار سیمه ده.

د روغتون د معلوماتو له مخې، یو سخت ټپي کارګر د لا ډېرو درملنو لپاره کوټې ته لېږدول شوی، په داسې حال کې چې د دوو نورو ټپیانو درملنه په همدې روغتون کې شوې ده.

پولیسو همداراز ویلي چې د کډکوچې انجیرۍ ته څېرمه د ګرو په سیمه کې د دوو نورو ناپېژندل شویو کسانو مړي موندل شوي دي. د پولیسو په وینا، دواړه کسان په ډزو وژل شوي او مړي یې روغتون ته انتقال شوي دي.