یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد حج خطبه سږکال د پښتو په ګډون په ۳۵ ژبو ژوندي...

د حج خطبه سږکال د پښتو په ګډون په ۳۵ ژبو ژوندي خپرېږي

د سعودي عرب د مسجد الحرام او مسجد نبوي د دیني چارو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د حج خطبه به د پښتو په ګډون په ۳۵ نړیوالو ژبو ژباړل کېږي او د ډیجیټلي پلېټفارمونو او اړوندو چینلونو له لارې به په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د سعودي عرب د مسجد الحرام او مسجد نبوي د دیني چارو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د حج خطبه به د پښتو په ګډون په ۳۵ نړیوالو ژبو ژباړل کېږي او د ډیجیټلي پلېټفارمونو او اړوندو چینلونو له لارې به په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د ادارې مشر شیخ عبدالرحمن السدیس ویلي، دا ګام د اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره د سعودي عرب د ژمنتیا څرګندونه کوي او د حرمینو شریفینو د زائرینو د اسانتیاوو او پالنې برخه پیاوړې کوي.

هغه زیاته کړې چې د نوې ټکنالوژۍ او ډیجیټلي رسنیو له لارې د حج د موسم نړیوال اغېز لا پراخېږي او د خطبې پیغام د نړۍ تر ګوټ ګوټ رسول کېږي.

شیخ السدیس ویلي، د حج د خطبې د ژباړې پروژه د ادارې له مهمو نوښتونو څخه ده چې د کلونو تجربې پر بنسټ ولاړه ده او په ګڼو نړیوالو ژبو کې د دیني محتوا د ښه وړاندې کولو سبب ګرځي.

د نوموړي په وینا، د پښتو په ګډون په بېلابېلو ژبو د خطبې خپرول به هغو مسلمانانو ته هم د حج روحاني او انساني پیغام ورسوي چې په عربي ژبه نه پوهېږي.

هغه دا هم ویلي چې ادارې خپلې تخنیکي او رسنیزې وړتیاوې او ځانګړې ډلې چمتو کړې دي، څو د حج خطبه په لوړ مسلکي معیار او پراخ نړیوال پوښښ سره میلیونونو کسانو ته ورسول شي.

ټاکل شوې ده چې د عرفات د میدان له مسجد نمره څخه د حج خطبه په مستقیمه توګه خپره شي، چې شاوخوا پنځه میلیونه کسان به ترې ګټه واخلي.

د روان کال د حج خطبه به د مسجد نبوي امام او خطیب شیخ ډاکټر علي الحذیفي د مې میاشتې په ۲۶مه، د سې شنبې په ورځ، وړاندې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه