دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اباسين رود.....!

د اباسين رود…..!

لیک:میرحسن اتل
“اباسین پکې غورځنګ وهي ژوندی دی
که زما وطن په مړو باندې حساب دی”
اباسين (پښتو)، سندهو (سنسکرت، هندي)، هندهو (پارسي)، انډوس (يوناني)، انډس (رومن)، نهر سندهـ (عربي)، سينټو (چینائي)، سندهـ (پنجابي)، سندهـ (ګومکي پنجابي).
“فطرت د اباسین په برخه کړي غورځنګونه
چي درومي په مستۍ نو خلګ وائي چي مغرور دی”

د اباسين رود د تبت هېواد (د نړۍ بام) د لوېديځو سيمو په (کوه يخ، کوه قسسک) نومي غره کې منبع اخلي، دا سيند په لومړي سر کې د کشمیر د لداخ او بلتستان په حدودو کې شمال لوېديځ لور ته مزل پيلوي، بيا ئې د ننګا پربت په هسکو لمنو کې په ناڅاپي توګه د سوهېل لاره نيولې ده، او تر هغه وخته هم دې لور ته بهېږي تر څو چي ئې ځان د بحيره عرب څپو ته نه وي سپارلی کړی:
“اباسين راغی غاړې غاړې
پۀ سر ئې راوړۀ کشميري د خيال شالونه”

زانسکر، سرو، سوان، جهلم، چناب، راوي، بياس، ستلج، پنجد، ګهګر او لوني هغه لوئ او واړه سيندونه دي چي له کیڼ (ګڅ) لوري د اباسين برخه جوړېږي، او دا ډول ګلګت، هنزه، شيوک، کنړ، سوات، کابل، ګومل، کورمه او ږوب بيا هغه سيندونه دي له ښي لوري د دې هڅاند سيند ملګري اختیاروي، هم دا وجه ده چي دا سيند د تاريخ په اوږدو کې تل د سيندونو د پلار (اباسين) په نوم ياد شوی دی، د حدود العالم مولف په خپل تاريخ اثر کې ددې تاريخي سيند ذکر داسي کړی دی:
“Another river called (SIND-RUDH) rises on the west of the mountain Qasak, which is also called the Mountain of Ice (Ko-i yakh). The river flows southwards (az suy-i junub), enters the confines (hudud) of Multan, and joins the river of (LAMQAN) from the eastern side”

اباسين چي ټول (۳۲۰۰) کیلوميټره مزل ترسره کوي يو داسي نيک، ودان او پراخ طبعيته سيند دی چي له زرګونو زرګونو کلونو راهيسې ئې خپله غېږ انساني تهذيبونه ته پرانیستې ساتلې ده، د لداخ او بلتستان له لرغونو انساني اباديو پرته د لرغونې ګندهاره (اوسنۍ پښتونخوا)، هند (اوسنی پنجاب) او سندهـ ټولو لرغوني تهذیبونو هم د دې سيند پر ودانو غاړه وده کړې ده، وئيل کېږي چي د رېګ ويد اشلوکونه هم د اباسین پر غاړه ليکل شوی ځکه ئې په هغو کې زیاته ستائنه شوې ده، او ياده دي وي چي دا سيند نن هم د يادو سیمو د ابادۍ او نيک مرغۍ تر ټولو لوئ او بنيادي سمبول ګڼل کېږي، دا د سیندونه پلار که څه هم د اوبو د راټولو کټوری د پښتونخوا وطن له ورشوګانو سازوي خو د خړوبولو او ابادولو وطنونه ئې د سرائیکستان، پنجاب او سندهـ مېدانونه دي، هم دا وجه ده چي پښتانه کله کله له خپل دې نازولي اباسين څخه ګيله هم کوي:

“خپل وطن دې تږی پرېښوده اباسینه!
چرته ځي په شاړو باندي زما نا اوري”
اباسين نه يوازي د پښتونخوا وطن تر ټولو لوئ او پياوړی سيند دی بلکې دا سیند د دوو لويو جفرافیائي خطو (سوهېلي اسيا او منځنۍ اسیا) د پولو ټاکنه او تعین هم کوي:

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه