یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپوسټ ماډرنیزم

پوسټ ماډرنیزم

لیک:ضیا الاسلام شیرانی

پوسټ ماډرنیزم د لوړو او ټیټو ادبي فورمونو ترمنځ د پولې له رامنځته کولو سره مخالف دی، ټینګار یې پر تقلید، کنایه او ټوکه دی. پوسټ ماډرنیزم په هنر کې د بې تربیتۍ، ناخبرۍ، ناپیوستګۍ، ابهام او زماني تقارن ملاتړ او پر هغو موضوعاتو ټینګار کوي، چې له انساني مفاهیمو لرې وي. پوسټ ماډرنیزم کلاسیک شعر هم مني، ضرور نه ده، چې موږ به تل د ټاکلیو اصولو په دایره کې شعر وایو، پوسټ ماډرنیزم کې غزل هم ویلای شو؛ خو پوسټ مارډن غزل.

پوسټ ماډرنیزم، ادب کې په تخلیقي آزادۍ ټینګار کوي او په ادب کې هر ډول نظم خنډ بولي، ماډرنیزم چې په دې برخه کې کوم اصول جوړ کړي وو، پوسټ ماډرنیزم هغه ټول ردوي. په ادبیاتو کې پوسټ ماډرنیزم د متن مانا پېچلې او پراخه کړه، دا راز له یوازیني انساني مرکزیت متن آزاد شو او موضوعاتي رنګارنګي یې خپله کړه.

ماډرنیزم په دې باور دی، چې په ټولنه کې هره ټولنیزه ناروغي د علم او عقل په درملو رغېږي؛ خو پوسټ ماډرنیزم عقل پالنه ردوي او له روڼاندۍ نه انکار کوي.
ماډرنیزم د هغو فکري خوځښتونو تولګه ده چې له دین سره مخالفت لري. په دې پړاو کې زیاتره خلک بې دینه وو، خو پوسټ ماډرنیزم په ديني معاملاتو کې د ادیانو د وحدت نظریه چې یوه ډېره لرغونې نظریه ده، لا پیاوړې کوي. پوسټ ماډنیزم کې په یوه وخت او یوه ټولنه کې هر کس په خپله خوښه یو دین ځان ته ټاکي. د پوسټ ماډرنیسټانو په اند «د مذاهبو ترمنځ مناظرو د خلکو زړونه وهلي»، پوسټ ماډرنیزم الحاد هم یو دین او عقیده بولي او له همدې امله پوسټ ماډرنیسټان دغه دور ته د “لادینیت” د خاتمې دور (Age of Dese colorization) هم وايي.
په پوسټ ماډرنیزم کې ملحد هم د روحاني سکون لپاره یوه ديني لارښود ته رجوع کولای شي، یعنې که نن د کوم پنډټ په لاس سکون حاصلیږي، سبا یې راهب هم ډاډه کولای شي. دا پوسټ ماډرنیزم دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه