یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا په روسیه نور بندیزونه ولګول

امریکا په روسیه نور بندیزونه ولګول

ويب ډیسک

امريکا د روسيې پر هغو ۴۰ کسانو او ادارو د بندیزونه بل پړاو اعلان کړی چې له دعوې سره سم، هڅه کوي چې پر هغه هېواد له لګول شويو پخوانيو جرمانو څخه ځان وژغوري.

د اپرېل پر ۲۰مه په اعلان شوي نوي فهرست کې د روسیې يو بانک، د کمپیوټري پیسو جوړولو کمپنۍ او د شتمنو کسانو د ډلې غړي کانستنتين مالوفیېف شامل دي. امريکا پر مالوفیېف تور پورې کوی چې په کریميا کې د بېلتونپالو مالي ملاتړ کوي.

له کله چې روسيې د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه پر اوکراين یرغل کړی، امريکا او متحدينو يې پر مسکو په څو پړاوونو کې بندیزونه لګولي دي.

د امريکا د ترهګرۍ او مالي چارو استخبارتي څانګې مرستيال وزير براین نېلسن ويلي چې د ماليې وزارت هغه کسان يا ادارې په نښه کولای شي او هدف به یې وګرځوي چې پر روسيې له لګېدلیو بندیزونو ځان ژغوري یا د بچېدو هڅه کوي او یا بیا له بل چا سره په ژغورنه کې مرسته کوي.

په عین حال کې د اوکراین په محاصره ښار ماریوپول کې له روسیې سره د خبرو اترو د “ځانګړي پړاو” وړاندیز کړی او غوښتنه یې کړې چې مسایل بايد د خبرو له لارې حل شي.

دا تر هغې وروسته ده چې په هغه ښار کې وروستیو مزاحمت کوونکو اوکراینیو ځواکونو ته د تسلیمېدو لپاره د روسیې ورکړی اخري مهلت د اپرېل پر ۲۰مه پای ته ورسید.

د اوکراین د ولسمشر نېږدې ملګري او د هغه هېواد مهم مرکچي میخایلو پدولیاک ویلي چې د اوکراین لوري تیار دی چې بې له کوم شرطه خبرو اترو ته کښېني.

یو بل مهم اوکرایني مرکچي داوېد اراخامیا پر ټېلېګرام ويلي چې هغه او پودولیاک “ماریوپول ته د رسېدو لپاره چمتو دي چې له روسیې سره زموږ د پوځيانو او ملکي وګړو د ایستلو په اړه خبرې وشي.”

مسکو د دې وړاندیز په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښوولی.

د اپرېل پر ۲۰مه له ماریوپوله د ملکي وګړیو د ایستلو “یوه بله هڅه ټکنۍ” شوه. د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړ چې “په ماریوپول کې وضعیت په خرابېدو دی.”

نوموړي وویل په هغه ښار کې زرګونه سرتېري او ملکي وګړي بند پاتې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه