لیکنه: عبدالغفور لېوال
–
د سوي معبد د زاړه ښار دیوالونه ړنګ ول. د نورو کلیو او ښارونو واکمنو به په غلا غلا د سوزېدلي معبد له ډېرۍ څخه ایرې او خاورې له ځانه سره خپلو کلیو او ښارونو ته وړلې.
ببر سری پیر، سهار مهال، په بېړه د سوي معبد زاړه ښار ته روان شو. مرید ورپسې په سوې ساه ګامونه اخیستل او د خپل پیر و مراد د بېړې او چټک مزله په راز نه پوهېده.
ناڅاپه یې د خپل پیر لمن راښکله، چې:
– یا پیره دستګیره!
دومره بېړه ولې؟
د سوي معبد راز څه دی؟
او ولې د چم ګاونډ ښاریان له سوي معبد څخه خاورې او ایرې په غلا وړي؟
پیر لږ پښه نیولی شو، لرې افق ته یې سترګې وګنډلې او بیا یې وخندل:
هممم! درې پوښتنې !
راځه! مزل به کوو، ځکه د سوي معبد له ښاره باید په ورځ کې ووځو، که هلته مو شپه راغله او ویده شو، بیا نو تر قیامت پورې راوېښېدل نه شته.
مرید د خپلې لومړۍ پوښتنې ځواب واخیست، خو دا ځواب داسې و، لکه تږي ته چې مالګوبی ورکړې او تنده یې لا پسې زیاته شي.
– کوربان دې شم، پیره!
نورې پوښتنې هم راپيدا شوې، هیله ده راځواب یې کړې.
پیر وویل:
پخوا په سوي معبد کې داسې راهبان اوسېدل، چې خلکو د خپل دین ساتندویان ګڼل. راهبانو چې د خلکو سادګی او ریښتینولي ولیده، نو خونړي او روي شول، د واک و ځواک تنده او حرص یې ورځ په ورځ زیاتېده. تر دې، چې د ښار خلک یې یرغمل کړل. له خلکو به یې خواړه خوړل او لوڼې و زامن به یې د خپلو هوسونو په ژرنده کې دل کول. د سوي معبد راهبانو خلک طلسم کړي ول.
د خوبونو کیسې به یې ورته کولې او د خوبونو د کیسو په زور یې تل ویده ساتل. راهبانو د خپلې پاچایي زوال د خلکو په راویښېدو کې لیده، ځکه خو یې د خلکو له راویښېدو څخه ویره تل په زړه کې وه. بس دوی وو او د درواغجنو خوبونو کیسې وې، کله به په خوبونو کې ارواوې راتللې او د ارواوو د خبرو او څېرو نکلونو به ښاریان لا پسې ویده وساتل.
یو مهال څو تنو ځوانانو د یوې چینې تر غاړې د رڼا یو کتاب ومونده. عجیبه د رڼا کتاب و، چې خلاص به دې کړ ، پلوشې به ترې راووتې. د رڼا دغو پلوشو د معبد طلسم مات کړ. د طلسم د ماتېدو نښه دا وه، چې د چینې ځوانان به د خوبونو د کیسو په اورېدلو نه ویده کېدل.
ویښو پېغلو او ځوانانو یوه شپه، د رڼا کتاب له ځانه سره په پټه معبد ته یووړ. همدا چې د رڼا له کتاب سره یوځای معبد ته ورننوتل، نو معبد اور واخیست. لنبې بلې شوې، راهبانو چیغې کړې، هره خوا یې منډې کړلې. له کلیوالو یې مرسته وغوښته، خو کلیوال ویده ول او نه راویښېدل.
کلیوالو ارواوې په خوب لیدلې او راویښېدن یې نه و.
شپه تر سبا معبد وسوزېد او د راهبانو طلسم مات شو. دوی چې له رڼا ډارېدل، سهار سهار ورک شول. له هغې ورځې را په دې خوا د سوي معبد خلک له ډاره نه ویده کیږي. د ورځې کومه سترګه خوب وکړي، خو ټوله شپه ویښ وي. دوی ډاریږي، چې که ویده شي، نو بیا به یې راويښېدل نه وي.
د چم ګاونډ هوښیار واکمن راځي او په غلا غلا د سوي معبد خاورې او ایرې له ځانه سره وړي. دوی هره ورځ دغه خاورې او ایرې د عبرت لپاره خپلو خلکو ته ورښيي او ویښ یې ساتي. هوښیار واکمن خلکو ته وايي:
راهبان خپل ښار ته مه پرېږدئ، خبرې یې مه منئ. دوی دروغ وايي. خوبونه یې دروغ دي. دوی په ارواوو پسې هم دروغ وايي. دوی غواړي تاسو د ابد په خوب ویده وساتي او ستاسو وینې، ستاسو ډوډۍ، ستاسو پېغلې او زلمکیان ورخپل کړي. دوی ستاسو په ویده ساتلو کې خپل جنتونه لټوي.
د سوي معبد دا خاورې وګورئ!
د سوي معبد دا ایرې وګورئ !
د راهبانو خوبونه او د دوی درواغ مه هېروئ!
ببر سري پیر کټ کټ وخندل، لا پسې چټک شو. د مرید ساه سوزېدلې وه، ایله یې په خپل پیر پسې منډې وهلې.
دومره متره په کې نه وه، چې خپل پیر وپوښتي:
د سوي معبد د ښار خلک اوس په څه حال کې دي؟


