سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفیصل کنډي،پاکستان کې تر ۸۰ سلنه ترهګري له افغانستان څخه رامنځته کیږي

فیصل کنډي،پاکستان کې تر ۸۰ سلنه ترهګري له افغانستان څخه رامنځته کیږي

د خیبر پختونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، هېواد یې له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بوخت دی.

نوموړي پرون په یوه سمینار کې د وینا پر مهال وویل: په پاکستان کې له اویا څخه تر 80 سلنه پورې ترهګري له افغانستان څخه کیږي، په افغانستان کې پرېښودل شوي وسلو څخه ترهګر کار اخلي او اوس وخت راغلی دی چې افغان کډوال خپل هېواد ته ولاړ او آباد یې کړي.

فیصل کریم کنډي زیاته کړه، د افغانستان سره په پوله ډیرې ستونزې شتون لري او په دغه سیمه کې د امنیت په اړه ځآنګړې پالیسۍ جوړولو ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې هم د پاکستان ګڼ شمېر چارواکو په دغه هېواد کې د نا امنۍ پړه پر افغان طالبان ور اچولې، خو طالبانو همېش دغه ادعا رد کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه