عاصم منیر د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو په موخه تهران ته ځي

0
64

د پاکستان د پوځ مشر فیلډمارشال عاصم منیر ټاکل شوې د اکتوبر پر ۲۰مه ایران ته سفر وکړي.

رویټرز د یوه پاکستاني چارواکي او ایراني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د دغه سفر موخه د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د پاکستان د هڅو پر مخ وړل دي.

پاکستان په تېرو میاشتو کې هڅه کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې بېرته پیل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا راکمه شي.

عاصم منیر تر دې وړاندې هم له ایراني چارواکو سره د سیمې د امنیت او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

تر اوسه د دغه سفر د اجنډا، په تهران کې د عاصم منیر د لیدنو او له ایراني چارواکو سره د احتمالي کتنو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا هم څرګنده نه ده چې د پاکستان روانې ډیپلوماټیکې هڅې به د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بیا پیل او د کړکېچ د کمېدو لامل شي که نه.