افغانستان زمبابوې ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړه

0
57

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ بریا کې زمبابوې ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړه.

د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې لوبه کې، صدیق‌الله اتل سلیزه ووهله او راشد خان د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.

افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې. صدیق‌الله اتل په ۱۱۰ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې، چې اته څلوریزې او یوه شپږیزه یې وهلې وه.

ابراهیم ځدراڼ هم ښه توپوهنه وکړه او په ۹۶ توپونو یې ۹۰ منډې جوړې کړې. په دې ترڅ کې یې نهه څلوریزې او دوه شپږیزې ووهلې. حشمت‌الله شهیدي ۲۸ او رحمان‌الله ګربز ۲۵ منډې وکړې.

د زمبابوې له لوري ارنسټ مسوکو او براد ایونز درې ـ درې لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې بلېسینګ موزاراباني دوه او سکندر رضا یو لوبغاړی وسوځاوه.

زمبابوې د ۲۹۵ منډو هدف په تعقیب کې ښه لوبه ونه شوای کړای او په ۳۸.۴ اورونو کې یې ټول لوبغاړي په ۱۳۶ منډو له لاسه ورکړل.

د زمبابوې لپاره سکندر رضا ۴۸ منډې جوړې کړې. براین بېنېټ او رایان برل بیا ۳۱ ـ ۳۱ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري راشد خان په اتو اورونو کې د ۱۷ منډو په بدل کې څلور لوبغاړي وسوځول. فضل‌الحق فاروقي دوه او عظمت‌الله عمرزي غزنفر او محمد نبي یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د دې بریا په ترلاسه کولو سره افغانستان په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.