دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۷۹ کسان مړه شوي دي

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۷۹ کسان مړه شوي دي

ویب ډیسک

د طالبانو د کورنیو چارو وزرات ویاند، عبدالمتین قانع وايي چې تېره شپه د هرات – اسلام قلعه پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له امله ۷۹ کسان مړه شوي دي.

 

هغه ویلي چې په یاده پېښه کې ۱۹ ماشومان وژل شوي او دغه راز یو کس ټپي شوی هم دی.

 

نوموړې دغه ترافیکي پېښه بوږنوونکې بللې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

 

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو چارواکو د هرات ترافیکي پېښې په اړه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

 

دا ترافیکي پېښه تېره شپه د هرات – اسلام کلا پر لویه لاره هغه وخت رامنځته شوه، چې کله يو لوی بس چې له ایرانه راستانه شوي کډوال يې کابل ته انتقالول له يوه موټر سایکل او له هغې وروسته له يوه بل موټر سره چې تېل په کې بار و ټکر وکړ او وروسته یې اور اخیستی.

 

ډیری وخت د هرات – اسلام قلعه پر لویه لاره ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې د ترافیکي قوانینونو نه مراعتول او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښوول کېږي.

 

#AFGHANISTAN #HERAT #

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه