دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسحاق ډار کابل ته رسېدلی

اسحاق ډار کابل ته رسېدلی

ویب ډیسک

پاکستان د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنيو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د افغانستان، چين او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه نن تر غرمې وړاندې کابل ته سفر وکړ.

 

نوموړي سره په دغه سفر کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د افغانستان لپاره د پاکستان سفير عبیدالرحمن نظاماني هم ملتيا کوي.

 

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډاکټر محمد نعيم په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د يو شمېر نورو چارواکو په ملتيا د اسحاق ډار او پلاوي ښه راغلاست وکړ.

 

دا په داسې حال کې ده چې نن کابل د افغانستان، چین او پاکستان د درې اړخیزې ناستې کوربه دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه