دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمان حکومت دې افغان پانګوالو له ایستلو ډډه وکړي.

مولانا فضل الرحمان حکومت دې افغان پانګوالو له ایستلو ډډه وکړي.

ویب ډیسک

له پاکستان څخه د افغانانو د را ایستلو په دوام، د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن په خپل حکومت غږ کړی چې هلته مېشت افغانان ډلبندي کړي او په دوی کې د پانګوالو له ایستلو ډډه وکړي.

 

نوموړي د یوې غونډې ګډونوالو ته ویلي چې د پاکستان له بانکونو د افغانانو د پانګې ایستل د دغه هېواد په زیان دي او همداراز افغان زده‌کړیالان هم باید ونه ایستل شي.

 

په راپورونو کې د مولانا فضل‌الرحمن له قوله خبرداری ورکړ شوی چې د افغانانو ایستل به د کابل او اسلام‌اباد پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

 

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې له یاد هېواد څخه د ټولو افغانانو د ایستل‌کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

 

ویل کېږي چې د پاکستان حکومت به د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانانو د ایستلو بل پړاو پیل کړي.

 

له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو که څه هم وخت ناوخت پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي، خو پاکستاني چارواکو د کډالو ایستل خپل قانوني حق بللی او د ټولو کډوالو پر ایستلو یې ټینګار کړی دی.

 

د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران څخه هم سلګونه زره افغانان په جبري توګه را ایستل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه