یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيراهول ډراوېډ: افغان لوبډله د شل اوریزه سیالیو غښتلې لوبډله ده.

راهول ډراوېډ: افغان لوبډله د شل اوریزه سیالیو غښتلې لوبډله ده.

ويب ډيسک

‏د هند کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي راهول‌ډراوېډ په خبري ناسته کې ویلي، چې « افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې خپله وړتیا وښودله او دا داسې لوبډله نه ده، چې موږ یې اسانه وګڼو»

راهول د افغان لوبډلې ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې یو شمېر افغان لوبغاړي په آی‌پي‌اېل او نورو لیګونو کې له هندي لوبغاړو زیاته تجربه لري.

افغانستان به د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن د کابل پر مهال ماښام ۷ بجې په ویسټ اینډیز کې د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوګاندا، نیوزیلینډ او پاپوانیوګیني ته ماتې ورکړه، خو تېره دوشنبه یې د ویسټ اینډیز په وړاندې ماتې ومنله.

د افغانستان بله سیالي راتلونکې شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دېش پر وړاندې ده.
***

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه