دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د زيمبابوې لوبډلې ته په دریمه ۵۰ اوریزه لوبه کې په...

افغانستان د زيمبابوې لوبډلې ته په دریمه ۵۰ اوریزه لوبه کې په ماتې ورکولو سره روان سیریز په خپل نامه کړ

ويب ډیسک

نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې په هراره سپورټ کلب کې کوربه لوبډلې ته په دریمه ۵۰ اوریزه لوبه کې په ماتې ورکولو سره روان سیریز په خپل نامه کړ. افغانستان په دې بریا سره له دریو لوبو ۳۰ نمرې ترلاسه کړې او د ۵۰ اوریزو لوبو نړیوال جام په درجه بندۍ سره اوس د ۱۰۰ نمبرو په لرلو سره په دوهم مقام کې دی.

دغه نمرې د ۵۰ اوریز نړیوال جام له پاره مهمې ګڼل کیږي. د نن ورځې په لوبه کې زیمبابوبې افغانستان ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه چې افغانستان د شپږو ویکټو په له لاسه ورکولو سره دغه لوبه په ۳۷ اور کې وګټله.

د نن په لوبه کې راشد خان ۳، فضل حق فاروقي او محمد نبي هر یو دوه دوه لوبغاړي وسوځول. په توپ وهنه کې کپتان حشمت الله شهیدي او محمد نبي تر نورو ښه وځلیدل او په ترتیب سره ۳۸ او ۳۴ منډې جوړې کړې. د زیبمابوې موزرباني او چتاره ښه توپ اچونه وکړه. د سیریزې غوره لوبغاړی رحمت شاه ټاکل شوی دی.

سربیره پر دې ټاکل شوې چې د روانې جون میاشتې پر ۱۱مه نېټه به افغانستان او زیمبابوې د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ هم پیل کړي. دغه لوبې هم په هراره سپورټ کلب کې ترسره کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه