دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت غږ کړی دی چې په شمالي وزیرستان...

پښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت غږ کړی دی چې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د بریدونو مخه ونیسي.

ويب ډیسک

پښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت غږ کړی دی چې سمدستي دې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د حملو مخه ونیسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ګڼو پلویانو د مې پر ۱۹مه د بنو په جانیخېلو کې تر هدفي حملې او په بکاخېلو کې تر چاودنې وروسته په بنو کې احتجاج وکړ.

احتجاج کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چې د وسله والو پرضد دې پرېکنده اقدام وکړي.

د غورځنګ یوه مشر لطیف وزیري مظاهرې ته په وینا کې وویل، له دوو لسیزو راهیسې حملې روانې دي چې دوی یې د درېدو غوښتنه کوي.

ده وویل، “نن یو ځل بیا د نوي جنګ اغاز شوی دی. [د مې پر ۱۹مه] هم په جانیخېلو کې بله [هدفي وژنه] شوې ده. له ۲۰ کلونو راهیسې موږ لګیا یو، د ملک واکدارانو ته سوالونه کوو چې له دې خاورې څخه دې دا پردی جنګ ختم کړي.”

پښتون ژغورنې غورځنګ دا مظاهره پر داسې مهال کړې چې د مې پر ۱۹مه په جانیخېلو کې وسله والو د اېف سي یو سرتېری وواژه.

پولیس وايي، بمي چاودنه د بنو په بکاخېلو کې وشوه.

پولیس وايي، د ایف سي ځواک دا غړی عمر حیات کلي ته په چوټۍ تللی وو چې وسله والو د کور مخې ته وویشت.

تر دې مخکې، د مې پر ۱۹مه سهار د شمالي وزیرستان د میرلي کالج دوه ښوونکي په خپل ګاډي کې روان ول چې په بکاخېلو کې په چاودنه کې ژوبل شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، وسله والو د ښوونکو په ګاډي پورې مقناطیسي بم نښلولی وو خو د بنو یوه پولیس چارواکي پرون مشال راډیو ته ویلي ول چې د شېر علي وزیر او انور خان داوړ ګاډی د سړک غاړې بمي چاودنې ښکار شوی دی.

د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د وسله والو له خوا بریدونو په دې وروستیو کې ترپخوا زور اخیستی او نژدې هره ورځ څه نا څه پېښه کېږي.

د مې پر ۱۹مه هم وسله والو په میرلي کې د نجونو پر یوه ښوونځي بمي حمله کړې ده خو پکې ځاني زیان نه دی شوی.

د میرلي تاڼې په یوه بیان کې ویلي چې برید هغه مهال شوی چې نجونو په ښوونځي کې د ۱۰م ټولګي ازموینه ورکوله. پر سکول د بمي حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

انتظامیې د غورځنګ د مظاهرې او انتقادونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا خبره تکرار کړې چې په شمالي وزیرستان او جانیخېلو کې یې د وسله والو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی او د سیمې امنیت ته ژمن دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه