د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر ایران برید ته بېړه نه لري

0
202

ویب ډیسک

هغه همدا راز یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ایران سره د مذاکراتو غوښتونکی دی. نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د ټرمپ‌ د حکومت د چارواکو او نورو سرچینو په حواله ویلي وو، چې هغه د خبرو اترو له لارې د ایران د اټومي پروګرام د محدودېدو لپاره د اسراییل لخوا د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د پلان شوي برید مخه نیولې ده.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ د ایټالیا په روم ښار کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې په تړاو د مذاکراتو دویم پړاو ترسره شي.

امریکايي چارواکي وايي‌ ایران باید واشنګټن سره یوې هوکړې ته رسېدو لپاره د یورانیمو د بډاینې له پروګرامه په بشپړ ډول لاس واخلي.