دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتقي،له پاکستان سره یې پرونۍ خبرې مهمې وې او که عملي شي،...

متقي،له پاکستان سره یې پرونۍ خبرې مهمې وې او که عملي شي، د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

ویب ډیسک

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره یې پرونۍ خبرې مهمې وې او که عملي شي، د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

 

امیرخان متقي پرون په کابل کې له ښاغلي دار سره د طالب چارواکو تر لیدو کتو وروسته یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، دوی د نورو مسلو ترڅنګ د پاکستان له حکومته له کډوالو سره د ښه سلوک او تدریجي ستنولو غوښتنه وکړه ” که د دغو مجلسونو په رڼا کې عمل وشي او دواړه لوري عملي چارو ته ښه توجه وکړي او په شویو پریکړو باندې عمل ترسره شي، دا به د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیاست او اړیکو کې ډیر کمکي ثابت شي او ښه ثمره به ېې وي.”

 

که څه هم ښاغلي متقي د شویو پریکړو جزیات په ډاګه نه کړل خو څرګنده یې کړه چې خبرې یې پر دریو مسلو ورټولې وې چې سر کې يې د کډوالو ستونزې او بیا دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې وې.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدر اعظم مرستیال اسحاق دار پرون کابل ته سفر وکړ.

 

دا په یوه اونۍ کې د پاکستان دویم پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه