ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو ښوونیز علمي او کلتوري سازمان –یونسکو وایي، په افغانستان کې ۶۷٪ هلکان د غربت له امله ښوونځي ته نه ځي.
د یاد سازمان تازه راپور کې راغلي، افغانستان کې بشري ناورین د دې لامل شوی چې پر نارینه شاګردانو مسوولیتونه زیات شي او هغوی د ښوونځي پر ځای کارونو ته مخه کړي.
شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په لومړنیو ښوونځیو د هلکانو زده کوونکو شمېر له ۴٫۱ نه ۳٫۸ میلیونو ته را ښکته شوی؛ او په ثانوي او لیسو کې یې شمېر له ۱٫۴ میلیونو نه، ۱٫۲ میلیونو ته را ښکته شوی دی.
شنونکي وايي ښوونځیو ته د لېوالتیا د کمېدو یو لامل له عصري علومو سره د طالبانو چلند هم دی، ځکه په وینا یې، هغوی د ښوونځيو د ودې پر ځای دیني مدرسو ته ډېره توجه کوي چې له امله یې ښوونځي وروسته پاتې کېږي.
تېره اونۍ راپورونه خپاره شول چې د طالبانو حکومت غواړي د ۹۰ زره ښوونکو بستونه له منځه یوسي.
# #Afghanistan #Education


