شهباز شریف به نن درې ورځني سفر سعودي عربستان ولاړ شي.

0
178

ویب ډیسک

د پاکستان رسنۍ وایي، د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف به نن په یو درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي.

 

د را پورونو له مخې؛ هغه به د دغه سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري او د سوداګرۍ د ودې، شراکت دارۍ او اقتصادي همکارۍ زیاتولو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.

 

په ورته وخت کې نړیوال بانک د پاکستان لپاره ۱۰۲ میلیونه ډالرو نور قرض ورکړه منظوره کړې ده.

 

نړیوال بانک ویلي، د دې پیسو موخه د اقلیمي بدلونونو څخه د زیانمن کسانو د عوایدو زیاتول دي او دغه پروژه د نړیوال بانک د ۱۰ کلن ملي شراکت پروګرام برخه ده.