دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران د ۶ میرمنو په ګډون ۱۴۹ بندیان یې افغانستان ته وسپارل.

ایران د ۶ میرمنو په ګډون ۱۴۹ بندیان یې افغانستان ته وسپارل.

ويب ډيسک

ایراني چارواکي وایي، د بېلا بېلو جرمونو له امله په دغه هېواد کې د ۶ میرمنو په ګډون ۱۴۹ بندیان یې افغانستان ته وسپارل.

 

د یاد هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال ویلي، دغه بندیان یې د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته سپارلي.

 

نوموړي زیاته کړه، یاد کسان په سیستان او بلوچستان، سمنان، یزد او هرمزګان بندخونو کې بندیان وو، چې د یو لړ رسمي مراحلو له بشپړیدو وروسته افغانستان ته وسپارل شول.

 

هغه وایي، دغه بندیان به د بند پاتې موده پخپل هېواد کې تیره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه