ويب ډيسک
د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد پارلمان امنیتي کمېټې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لګېدلی اور ګاونډیو هېوادونو ته هم پراخېدلی شي.
زرداري افغانستان د ترهګرو پر پټنځای بدل شوی بللی او ټینګار یې کړی، چې نړۍ باید له ترهګرو ډلو د طالبانو د ملاتړ پر رول باخبره وي.
د پاکستان د پارلمان امنیتي کمېټې په ناسته کې چې د دغه هېواد د پارلمان د مشر ایاز صادق په مشرۍ جوړه شوې وه، د ځینو شریکو شویو استخباراتي معلوماتو له مخې ادعا شوې، چې پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ په هند کې طرحه شوي او له افغانستان رهبري شوې دي.
که څه هم طالبان هغه ادعاوې ردوي چې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی او یا یې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد کارولې ده، خو د پاکستان د امنیتي کمېټې په ناسته کې ټینګار شوی، چې طالبان باید په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او خطرونو پر وړاندې خپل مسوولیت ومني.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر ټینګار کړی، چې پاکستان د ترهګرۍ ځپلو لپاره باید د نړیوالې له همکارۍ ګټه واخلي او دا همکاري پراخه کړي، څو په دغه هېواد او سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
د پاکستان د پارلمان امنیتي کمېټې غونډې ته په غبرګون کې یو شمېر کارپوهان ویلي، چې وروستۍ ناامنۍ د پاکستان په لاس جوړې شوې دي چې موخه یې ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم له نړیوالو نظامي او مالي ملاتړ جلبول دي.
طالبانو له دې وړاندې د سیمې په هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې د ناامنیو له امله پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې پاکستان کې روانه ناامنه د دغه هېواد کورنۍ موضوع ده او خپله دې یې حل کړي.
# #Pakistan #Afghanistan #UN #US #Asia


