ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په نوي تعلیمي کال کې د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د ښوونځو د دروازو خلاصولو طرحې هرکلی کړی دی.
نومړي په خپل تویتر کې لیکلي دي: «زه د طالبانو له خوا د مارچ میاشتې په ۲۲ نیټه د نجونو او هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو طرحې چې اوس باید تصویب او عملي شي، هرکلی کوم.»
ګوتیرش د ټولو نجونو او هلکانو له پاره د زده کړې زمينې د مساعدولو او د ښوونځیو دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
طالبان چې په نړیواله کچه د رسمیت پيژندل کیدو په هڅه کې دي، وايي چې راتلونکي اونۍ به د نوي تعلیمي کال په پیلیدو سره نجونې ښوونځیو ته د ورتګ اجازه ولري.
خو دوی د متوسطې او لیسې دورې نجونو ته په ښوونځیو کې یو شمیر محدودیتونه وضع کړي دي.
د طالبانو د معارف وزارت ویاند په خبره، نجونو ته په جلا ټولګیو کې یوازې د ښځینه ښوونکو له خوا درس ورکول کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې په لیري پرتو سیمو کې چې د ښځینه ښوونکو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي، په استثنایي ډول د پاخه عمر لرونکي نارينه ښوونکي کولی شي تدریس وکړي.
زده کړو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یو له اساسي غوښتنو څخه دی.


