دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملي ټلويزيون نوې لوګو، افغانان ولې په غصه دي..؟

د ملي ټلويزيون نوې لوګو، افغانان ولې په غصه دي..؟

پښتو جرنل

د افغانستان د ملي ټلويزيون د لوګو (نښان) نه د ملي بیرغ نښه لرې کړل شوه . زړې نښې کې د افغانستان د  درې رنګه بیرغ رنګ نه جوړه وه .

خو اوس دا نښه په سپین رنګ نه جوړه شوې او نن د ملي  ټلویزیون د فیسبوک په پاڼو کې ښکاري .

په دې هکله د یادې پاڼې مینوال ثنا الله ساحل  په دې هکله د پاڼې د‌کمنټ په ځاي کې لیکي .

٫٫ورک شئ!
پخدای چې له ملت سره سخته کرکه او نفرت پالی، خو…..!
رښتیا دا دې (ملي) نوم هم ترې ایسته کړئ اوس ملي نشي کېداي،،.

یو بل مينوال لیکلي نصیراحمد احمدي په دې هکله لیکلي .

٫٫د ملي بېرغ لمنځه وړل، د افغانستان د هویت، تاریخي ارزښتونو او زموږ د استقلال لمنځه وړل دي. دا یوه مردوده او ناوړه پرېکړه ده.٬٬.

امید حیران بیا د ملي توري باندې نیوکه کړې او لیکلي يي دي

لوګو مو غلطه ده.
ملي ټکي نلري
که ټکي ولري دري ژبه کې مشکل نه جوړېږي، خو که ټکي ونلري پښتو ژبه کې مشکل جوړوي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه