په پاکستان کې د طب او غاښونو په پوهنځیو کې پر زدهکړو بوخت یو شمېر افغان محصلین هیله لري چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه پرېکړه به لغوه شي چې له مخې یې افغان محصلینو ته له تعلیمي ادارو څخه د وتلو لارښوونه شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د روانې میاشتې په پیل کې PMDC پاکستاني تعلیمي ادارو ته په یوه مکتوب کې ویلي وو چې په روان تعلیمي کال کې افغان وګړو ته د زدهکړو په برخه کې د هر ډول اسانتیا اجازه نه شته او په پاکستان کې پر طبي او غاښونو زدهکړو بوخت افغان محصلین باید بېرته ستانه شي.
په مکتوب کې د دې پرېکړې لپاره د طبي شورا مشخص قانوني واک نه و ښودل شوی، خو ویل شوي چې موضوع د ملي پالیسۍ له لارښوونو سره تړاو لري.
د راپور له مخې، د PMDC له پرېکړې وروسته افغان محصلینو په بېلابېلو محکمو کې عریضې ثبت کړې دي. د پنجاب په مرکز لاهور کې د دغو قضیو اورېدنه نن ترسره کېږي او د لسګونو افغان محصلینو د زدهکړو پر راتلونکي د پرېکړې تمه کېږي.
د لاهور عالي محکمې د سپټمبر پر ۱۱مه په پنجاب کې د افغان محصلینو د ایستلو اړوند حکم په لنډمهاله توګه ځنډولی و. سره له دې، یوې افغانې محصلې ویلي چې د پوهنتون له انلاین سیسټم څخه یې تعلیمي معلومات لرې شوي دي.
نوموړې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو له بندیز وروسته یې خپلې زدهکړې په پاکستان کې دوام ورکړی و. هغه د هغو ۲۰ افغان محصلینو له ډلې وه چې د پاکستان بورسونه یې ترلاسه کړي وو؛ د دغو بورسونو لپاره له ۳۰ زرو څخه ډېرو کسانو غوښتنلیکونه ورکړي وو.
د افغان محصلینو وکیل اسد جمال ویلي چې PMDC محصلینو ته د خپل دریځ د وړاندې کولو فرصت نه دی ورکړی. نوموړي ویلي، که په لاهور کې د محصلینو قضیه نتیجه ورنه کړي، ښايي موضوع وفاقي اساسي محکمې ته هم وړاندې شي.
په ورته وخت کې، د بلوچستان یوې محکمې ورته یوه عریضه رد کړې، خو په سند ایالت کې یوه بله قضیه لا هم تر څېړنې لاندې ده.
د AFP په راپور کې د بشري حقونو د څار ادارې له قوله ویل شوي چې له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي د PMDC پرېکړه بېرته واخلي. د بښنې نړیوال سازمان بیا دغه اقدام «تبعیضي او خپلسری» بللی دی.
د راپور له مخې، د وروستیو میاشتو په ترڅ کې له پاکستانه د افغان وګړو د ایستلو بهیر هم چټک شوی او د دې وضعیت له امله د هغو افغان محصلینو اندېښنې زیاتې شوې چې په پاکستان کې خپلې لوړې زدهکړې کوي.


