میا افتخار حسین: پښتانه به تر کومه د خپلو عزیزانو جنازې وړي؟

0
97

د عوامي نشنل ګوند (اې اېن پي) د خېبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین په کوهاټ کې د پخوانی پولیس لاین له جومات بهر د چاودنې له امله د ۱۵ کسانو پر وژل کېدو او د یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، د عبادت ځایونو په نښه کول د غندنې وړ دي او د سخت‌دریځۍ هېڅ ډول د منلو نه دی.

میا افتخار حسین ویلي، په خېبر پښتونخوا کې د امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی او له وزیرستانه تر باجوړ او خیبر پورې د ناامنۍ پېښې د خلکو اندېښنې زیاتوي.

د نوموړي په وینا، صوبايي حکومت باید د امن ټینګښت ته لومړیتوب ورکړي او دولت هم باید د ترهګرۍ پر وړاندې د څرګندې او دوامدارې تګلارې له مخې عملي ګامونه واخلي.

هغه د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اې اېن پي د غمجنو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی.