کوټه: د مانګي بند د قربانیانو پرلت ختم شو، حکومت او د وژل شویو کورنیو ترمنځ هوکړه وشوه

0
85

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مانګي بند د خونړۍ پېښې د قربانیانو د کورنیو له لوري څو ورځې روان احتجاجي پرلت د حکومت او د پرلت د استازو ترمنځ له خبرو اترو او لیکلې هوکړې وروسته پای ته ورسېد.

د هوکړې له مخې به د هغو اوو پولیسو د جنازې لمونځ، چې مړي یې تر اوسه نه وو خاورو ته سپارل شوي، د شنبې په ورځ مازیګر څلور بجې د ایوب لوبغالي کې ادا شي او وروسته به د ښخولو لپاره د زیارت ولسوالۍ ته ولېږدول شي.

د بلوچستان د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعلی ځانګړي سلاکار شاهِد رند ویلي، د وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د هڅو په پایله کې دواړه لوري یوې هوکړې ته رسېدلي او شخړه په سوله‌ییز ډول حل شوې ده.

د حکومتي پلاوي مشر او د روغتیا وزیر بخت کاکړ ویلي، بلوچستان له امنیتي ستونزو او سختو ننګونو سره مخ دی، خو حکومت ژمن دی چې د وژل شویو پولیسو د کورنیو ملاتړ او هوساینه به یقیني کړي.

دا پرلت د جولای په شپږمه د مانګي بند د درېیم پړاو د اوبو پمپ سټېشن پر برید وروسته پیل شوی و. د چارواکو په وینا، په دې برید کې ۳۰ پولیس وژل شوي وو. له دې ډلې نهه تنه د برید پر مهال وژل شوي او ۲۱ نور تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي وو. د دغو ۲۱ پولیسو مړي وروسته د کوټې او زیارت ترمنځ د زرغون غر له غرنۍ سیمې ترلاسه شول.

د وژل شویو ډېری پولیس د زیارت ولسوالۍ اوسېدونکي وو. له دې وړاندې د قربانیانو له ډلې ۲۳ تنه خاورو ته سپارل شوي وو، خو د اوو نورو کورنیو تر غوښتنو پورې د هغوی جنازې نه وې ښخې شوې او د کوټې کویله پهاټک په سیمه کې یې پرلت دوام درلود.

د هوکړې له مخې به د دې پېښې د څېړلو لپاره قضایي کمېسیون جوړېږي، د حکومت د تګلارې له مخې به د قربانیانو کورنیو ته مالي مرستې ورکول کېږي او د هغوی د ماشومانو د زده کړو اسانتیاوې به هم برابرې شي.

همدارنګه، د کچ مانګي سیمې د ځمکو او عوایدو اړوند اوږدمهالو ستونزو د حل لپاره د عوایدو د بورډ د وزیر په مشرۍ یوه لوړه کچه کمېټه جوړه شوې، چې ټاکل شوې په ۱۵ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي.

د چارواکو په وینا، د هوکړې د عملي کولو په لومړي پړاو کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د زیارت څلور پولیس تمځایونه، درې ښوونځي او دوه روغتیايي مرکزونه د وژل شویو پولیسو په نومونو ونومول شي.

په همدې حال کې ځینو سیاسي مشرانو د خبرو اترو بریا هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د هوکړې عملي کېدل تر هر څه مهم دي. د عوامي نشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزي ویلي، که پر هوکړه په بشپړ ډول عمل ونه شي، د خلکو باور به پر ادارو نور هم کمزوری شي.