یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعاصم منیر نن له ټرمپ سره ویني

عاصم منیر نن له ټرمپ سره ویني

ویب ډیسک

د راپورونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د تړلو دروازو تر شا او د رسنیو له شتون پرته د امریکا له ولسمشر سره د غرمې ډوډۍ لپاره سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.

عاصم منیر له څلور ورځو راپدېخوا( د جون له څوارلسمې) په امریکا کې دی او د هغه او ډونالډ ټرمپ ترمنځ لیدنه مخکې له مخکې پلان شوې وه؛ خو اوس د اسرائیل او ایران د جګړې پیل ته پر پاملرنه احتمال لري، چې له ټرمپ سره د پاکستاني پوځ د مشر د غونډې یوه مهمه برخه به د دې جګړې د بدلونونو او د هند او پاکستان ترمنځ د تېرې میاشتې د پوځي شخړې په اړه وي.

پاکستان له ایران سره پراخه پوله لري.

څو اوونۍ مخکې عاصم منیر د ایران د وسلوالو ځواکونو له لوی درستیز محمد حسین باقري سره ولیدل، چې پر تهران د اسرائیلو د لومړنیو بریدونو پر مهال ووژل شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه