یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد هلمند د اوبو معاهدې سره باید سطحي برخورد ونه شي

د هلمند د اوبو معاهدې سره باید سطحي برخورد ونه شي

لیکنه: خان محمد تکل

په افغانستان کې متاسفانه نظامونه یو په بل پسي ډیر ژر تغیر خورئ. د واک ګدۍ او د هېواد چارې کله د یو چا سره او کله د بل چا سره خو یو څه چې ډیر مهم دي هغه دا دي چې هر څوک واک ته ورسیږي باید د ملي منافعو ته په پام خپلې چارې مخته یوسي او په هېڅ حالت کې ور سره سطحي چلند ونه کړي ځکه هېڅ شی له تاریخ پټ نه پاتېږي چې د وخت په تېرېدو سره به پرې ولسونو قضاوت کوي. په هر حال دلته زما موخه د افغانستان د اوبو مدیریت اړونده ده، غواړم په ځینو مسائیلو یې دلته رڼا واچوم.

زما د تجربې له مخې دا ویلی شم چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت موضوع یوه خورا پېچلې او څو اړخیزه موضوع ده، که هر چاته په دغه برخه کې مسؤلیت وه سپارل شي نو ضروري ده چې په خورا دقت باید ګام پورته کړي. د افغانستان هر حکومت باید دوو موضوعاتو ته دقیق واوسي او ور سره سطحي چلند ونه کړي؛ ځکه تر څو چې دا جغرافیه وی دا دوه مسائیل به تل پاتي وي.

۱- د سرحد مسله
۲- د اوبو موضوع

هر حکومت چې په سرحد او اوبو معامله وکړي نوم به یې په تاریخ کې بدرنګ وي، د دواړو مسئلو سره باید ډیر هوښیارانه او زیرکانه برخورد وشي.

راځم اصلې موضوع ته؛

زما د ماموریت پر وخت کې موږ د اوبو پر سر د هر همسایه ملک په ټوله کې له ایران حکومت سره د هلمند د معاهده په هکله ناستې تر سره کړې. خو په ټولو مجلسونو کې مو یواځي د افغانستان د یو اعظیم ملت نماینده ګې کوله، که څه هم فشارونه موجود وه، ولي مونږ د هر ډول فشار پر وړاندې مو مبارزه کوله او څنګه چې مناسبه وه او زموږ حق و خبره کوله او مذاکرات مو مخته وړل.
په دغه دوران کې پر موږ مختلف تورونه ولګېدل او په بیلابېلو نومونو یاد شولو خو تر وروستۍ لحظې پورې مو له ملي ګټو دفاع وکړه او چاته مو اجازه ورنه کړه چې مخه مو ډب کړي او د خپلو اوبو چې زموږ #ابرو ده ساتنه وکړه.

موږ ته د اوبو د مدیریت د ماموریت په دوران کې د سفارتونو له مېلمستیاو څخه نیولې تر هر امتیاز پورې وړاندیزونه کېدل، ولې موږ د افغان بچیانو په صفت او د یو عظیم ملت په استازولۍ په ټوله دوره کې په هغه څه تمرکز وکړ په څه کې چې د ولس ښېرازي او د افغانستان سرلوړۍ پکې نغښتې وه. ځکه زموږ دنده وطن ته خدمت و نه په شخصی مېلمستیاو ګرځېدل.

په ملي مسائیلو کې ملګرتیا پالل، مېلمستیا او بانډارنو ته ورتګ او ډالۍ ورکول یا اخیستل یا نور سازشونه ځای نه لري. که د افغانستان په استازولۍ هر څوک او په هره کچه وي باید د اوبو په برخه کې له ګاونډیانو سره محتاطانه چلند وکړي. د اوبو موضوع د معاملې نه ده او نه معامله کېدای شي. دا د ولس حق دی او ولسونو به ترې دفاع کوي. هر افغان ته پکار ده چې په خپل ماموریت کې ملي ګټې ورته سرې کرښې واوسي …

راځم د هلمند د معاهدې ته؛
داچې د هلمند معاهدې د تطبیق لپاره څو کسیزه د کمیساری ټیم تللی دي، ځینو برخو ته یې باید متوجه کړم.

۱- دا چې تالبانو ایران ته د کمال خان بند اوبه د تیر په شان په ډیر پيمانه خوشي کړي په داسې حال کې چې د هلمند سیند ټولی اوبه هم ایران ته د تیر په شکل خوشی کړي ایران به لا هم قانع نه شی او د پخوا په شان به همیشه ادعا کوي چې موږ ته زموږ حقابه نه ده راکړل شوې. ایران سره د دی چې په پریمانه اندازه اوبه اخستی دی او همیشه به یې اخیستلئ بیا هم نه قانع کیدل او نه به هم قانع سی. د نه قناعت دلیل یې دا دی چې دا اوبه بغیرله د مقدار د اندازه کولو څخه خوشې شوي وې او هغه درې نقطې چې اوبه پر اندازه کیږئ او هلمند معاهده کې کې ذکر شویدي او ایران د دي درو نقطو د جوړښت څخه همیشه ډډه او انکار کوي، په تېر کې هم داسې کیدل چې ایران ته به په ملیاردونه متره مکعبه زیاتې اوبه ورتلې خو بیا به هم دوئ ورغلی اوبه کافي نه بللی او په هکله قناعت نه کوه.

زه ډاډه یم چې اوس به هم افغان لوری تر سخت فشار لاندې وي په داسی حال کې چې پریمانه اوبه یې هم تیر کال کې دځینو سیایي فشارونو له وجه له کمال خان بنده خوشي کړی وئ. ځکه ایران د کلونو کلونو راهیسې دا اوبه اخیستې دي خو هېڅکله یې د هلمند معاهده د تطبیق لپاره خپل نیک نیت ندی ښودلی.

څومره ژر چې کیږي باید د هلمند معاهدې د کمیسارانو د ۱۹، ۲۰، ۲۱ او ۲۲ جلسو جدولونه چې د دواړو خواوو مسؤلیتونه پکې واضح شوي وکتل شي او ژر تر ژره په هغو دریو نقطو کار پيل شي په کومو نقطو کې چې د اوبو تسلیمي کیږي. د دغه دریو نقطو ډیره برخه کار شوی هیله ده چې مسؤلین یې پاتې چارې عملا پيل کړي. د دریو نقطو مشخص کول اړین دي او هماغه ته په کتو باید ایران ته اوبه ورکول شي که داسې ونه شي که د هلمند سیند ټولې اوبه ورکړئ بیا به هم ایران قانع نه کړي او نه به خپل حق تر لاسه کړئ.
۲- هغه په سلګونو واترپمپونه چې د ایران اړخ د هلمند سیند په کیڼ اړخ کې پراته دي او په سلګونو میلیون مترمکعبه اوبه بغیرله کومی اندازه ګزاری سه پورته کوي، ژر تر ژره ټول کړي

بغیر د دریو نقطو مشخص کولو او د واترپمپونو د جمعه کولو سه چې د هلمند معاهدې د تطبیق لپاره پاتې دی په اړه یې مقابل لوري سره هر ډول نورې ناستې د هلمند معاهدې د روح اوروان سره ستره جفآ ده. د دي درونقطو دتعین او واترپمپونو د جمعه کولو نه بغیر چې دا هم باید تخنیکې انجنیران د دواړو اړخونو تر سره کړي. بغیر له دي بله هر ډول ناسته او مجلس په لوړه سطحه سیاسي دئ او د خپلو شخصي ګټو په خاطر دي چې د هېواد او ولس په خیر نه دي.

هیله ده د اوبو مدیریت موضوع له شخصي ګټو او انډیوالۍ څخه په لوړه کچه(ملي) سطحه مطرح شي او د خپل حق څخه په زغرده دفاع وشي

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه