دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ننګرهار هوايي ډګر وروسته له دوو لسیزو ملکي هوايي الوتنو ته...

د ننګرهار هوايي ډګر وروسته له دوو لسیزو ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شو

ویب ډیسک

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د ننګرهار هوايي ډګر ، چې په تېروشلو کلونو کې د خارجي ځواکونو لخوا یواځې د نظامي موخو په پار کارول کېده او د ملکي الوتنو پر مخ تړلی ؤ، مګر اوس مهال دغه هوايي ډګر د دغه وزارت لخوا د الوتنو پر مخ پرانیستل شوی او عملاً ترې الوتنې ترسره کيږي.

ياد وزارت زياتوي، د دغه هوایی ډګر مسلکي کاري ټیم د مخابروي سيستم ، د هوایی ډګر برجونه او د هوایی برجونو کنټرول ټول تجهیزات ترمیم ، تنظیم او بیا فعال کړل. ځغاستليکه ، عملیاتي ساحې او شاوخوا ساحې یې پاکې، خوندي او الوتنو په پار چمتو او فعالې شوې.

همدارنګه، د دې هوایی ډګر تاریخي ترمینل بیا په بشپړه توګه پاک، منظم او د مسافرینو پروسس کولو لپاره تیار شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه