یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (لسمه او وروستۍ برخه )

کشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (لسمه او وروستۍ برخه )

لیک: ډاکټر لطیف یاد
۲۶- وزیر فتح خان :
نوموړي په ۱۲۲۸ لمریز کال کې دکشمیر دصوبه دارۍ چارې په لاس کې ونیولې او دیوان محکم چند ته یې اته لکه روپۍ ورکړې او رخصت یې کړ او شاه شجاع هم دهمدغه دیوان په ملګرتیا لاهورته لاړ. وزیر فتح خان تر دریو میاشتو پورې دکشمیر دسیمې دچارو په انتظام بوخت و ، خو وروسته یې خپل ورور سردار محمد عظیم خان په دغه ځای کې حاکم یا صوبه دار وټاکه او پخپله دنندارام او نورو ډیرو لښګرو سره ستون شو او داټک دکلا دنیولو پر سریې درنجیت سینګ سره په جګړې لاس پورې کړ ، خو تر جګړو وروسته یې ماتې وخوړه او کابل ته لاړ.

۲۷- سردار محمد عظیم خان :
نوموړي په ۱۲۲۸ لمریز کال کې دکشمیر دصوبه دارۍ چارې په خپل لاس کې واخیستلې او دیوان سهج رام یې دپخواپه څیر په دیوانی چارو و ټاکه . سردار محمد عظیم خان دفساد او جګړو له کبله هغه اته لکه روبۍ چې هر کال به یې سکهانو ته ورکولې په دې کال کې رنجیت سینګ ته ورنکړې ، نو ځکه رنجیت سینګ په غوسه شو او په ۱۲۲۹ لمریزکال یې دکشمیر دنیولو لپاره ددل سینګ په مشرۍ یو تکړه پوځ ولیږه ، خو محمد عظیم خان ددرې زره کسیز پوځ سره چې عبدالله خان اڅکزی ، فتح خان ، سلطان محمد خان او فیضالله خان هم پکې وو دسکهانو مقابلې ته ولیږل ، خو دیخې او سړې هوا له کبله دسکهانو په پوځونو کې ګډوډي رامینځ ته شوه او په دواړو خواوو کې مرګ ژوبله هم رامینځ ته شوه ، خو په پای کې دوی پر سکهانو بریالی شول . وروسته بیا سردار محمد عظیم خان کابل ته وروغوښتل شو خو پر خپل ځای یې خپل ورور سردار جبارخان دکشمیر دصوبه دار په توګه وټاکه .

۲۸- سردار جبار خان :
نوموړی په کشمیر کې ددراني امپراتورۍ وروستنی صوبه دار و چې په ۱۲۳۴ لمریز کال کې ددغې سیمې صوبه دار وټاکل شو. نومړی یو زړه سوانده او عادل صوبه دار و . دده دصوبه دارۍ نه لا ډیر وخت نه و تیر شوی چې سکهانو ددیرش زره کسیز پوځ په ملګرتیا چې راجا ګلاب سینګ ، سردار هری سینګ ، جوالا سینګ پدانیه ، حکم سینګ ، شهزاده کهړک سینګ او نورسیک سرداران هم پکې وو پر کشمیر برید وکړ .

سردار جبار خان دسکهانو ددغه دیرش زره کسیز لښکر سره په ډیرې میړانې او زړورتیا سره مقابله وکړه ، خو په پای کې ټپي شو او دافغانانو په پوځونو کې هم ګډ وډی رامینځ ته شوه او په پایله کې یې کشمیر پر یښود او دکابل پرلوري وخوځید او کشمیر په ۱۸۷۶ زیږدیز /میلادي کال کې دسکهانو لاس ته ورغی او دتل لپاره دافغانانو له لاسه ووت .
. باید ووایو چې همدا اوس هم په کشمیر کې ډیرې پښتنې قبیلې لکه یو سفزی او خټک استوګنه لري .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه