د پاکستان په سوات، خیبر پښتونخوا او شاوخوا سیمو کې د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزله شوې ده

0
189

ويب ډيسک

 

اسوشیټیډپرېس سه‌شنبه د فبروري پر ۱۸مه راپور ورکړی د زلزلې مرکز د پاکستان، افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمه کې و.

 

تر اوسه د دې پېښې لامله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه شته.

 

د دې زلزلې ژوروالی ۱۵۱ کیلومتره ښودل شوی چې مرکز یې د هندوکش غرونو په لړۍ کې دی، کوم چې د زلزلې له پلوه فعاله سیمه بلله کېږي.

 

له دې وړاندې هم په سیمه کې د ورته طبیعی پېښو له کبله درانه زیانونه اوښتي دي.