دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامريکا په ټک ټاک بندیز ولګاوه

امريکا په ټک ټاک بندیز ولګاوه

ويب ډيسک

د امریکا سترې محکمې د دغه هېواد ملي‌ امنیت ته د امنیتي ننګوونو پر بنسټ د چین پر ټیک‌ټاک اپلیکیشن بندیز ولګاوه.

 

د امریکا سترې محکمې تېره ورځ(جمعه، د مرغومي ۲۸مه) د دغه هېواد ملي‌ امنیت ته د امنیتي ننګوونو پر بنسټ د خواله رسنیو له ډلې د چین پر ټیکټاک اپلیکیشن بندیز ولګاوه.

 

دغه قانون تېر کال په کانګرس یا د استازو په جرګه تصویب او ولسمشر جو بایډن لاسلیک کړ.

 

کانګرس ټینګارکاوه چې د ټیک‌ټاک له خوا د کاروونکو د معلوماتو راټولول او د چین سره د دې شرکت اړیکې د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ جوړوي.

 

په دغه قانون کې ویل شوي چې ټیک‌ټاک د شخصي معلوماتو راټولولو او د احتمالي جاسوسۍ له امله په متحده ایالاتو کې ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

 

ټیک‌ټاک په وروستیو کلونو کې د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د څارنې او بندیزونو سره مخ شوی دی، له دې ډلې څخه د هند او پاکستان په څېر هېوادونو کې لا له وړاندې پرې محدودیتونه لګول شوي وو او په اروپایي هېوادونو کې هم د دې د معلوماتي پالیسۍ په اړه اندېښنې راپورته شوي دي.

 

باید وویل شي چې د امریکا دا پرېکړه به په نړیواله کچه د نورو هېوادونو لپاره به پر ټیک‌ټاک د ورته اقداماتو لپاره لار پرانیزي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه