دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجشېر کې د اوسپنې د یو کان د استخراج چارې پیلیږي

پنجشېر کې د اوسپنې د یو کان د استخراج چارې پیلیږي

ويب ډيسک

په پنجشېرکې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې، د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ په مربوطاتو کې به په نږدې راتلونکې کې د اوسپنې د یوه کان د استخراج چارې پیل شي.

د پنچشېر ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پریان ولسوالۍ د اوسپنې کان چې، په درې کیلومټره ساحه کې تثبیت شوی د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په قرارداد ورکړل شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې د پریان ولسوالۍ د اوسپنې کان تر استخراج وروسته به دغه ولایت کې دننه د پروسس او بسته بندۍ چارې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت د نورو مختلفو کانونو د استخراج چارې پیل شوې وې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه