د افغانستان واکمن حکومت د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د تسلیمېدو راپورونه

0
77

افغانستان کورنیو رسنیو د دوشنبې په ورځ، د اګست پر ۱۷مه، د ناپېژاندو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د بدخشان یو ناراضي قوماندان، جمعه خان فاتح، له خپلو وسله والو سره د اوسنۍ واکمنې ادارې ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د راپورونو له مخې، جمعه خان فاتح د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې نیول شوی او وروسته د دغه ولایت مرکز، فیض‌اباد، ته انتقال شوی دی.

یوې ټلوېزیوني شبکې هم راپور ورکړی چې فاتح او د هغه ملګري د اوسنۍ واکمنې ادارې ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم خپره شوې چې پکې داسې ښکاري، جمعه خان فاتح د اوسنۍ واکمنې ادارې د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ترڅنګ په چورلکه کې فیض‌اباد ته انتقالېږي. خو د ویډیو کره‌والی او د هغې د ثبت وخت په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د افغانستان اوسنۍ واکمنې ادارې تر اوسه د جمعه خان فاتح د تسلیمېدو موضوع په رسمي توګه نه ده تایید کړې. خو د دې ادارې ځینو غړو او پلویانو، او ورسره نږدې رسنیو، په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي د تسلیمېدو خبر تایید کړی دی.

جمعه خان فاتح تر دې وړاندې په بدخشان کې د اوسنۍ واکمنې ادارې له سیمه‌ییزو قوماندانانو څخه بلل کېده. نوموړی په دې وروستیو کې د زابل ولایت د مرستیال والي له دندې لیرې شوی و.

په وروستیو اوونیو کې د هغه ځینې څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وې چې له اوسنۍ واکمنې ادارې سره یې د اختلافاتو څرګندونه کوله.

په همدې موده کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې د اوسنۍ واکمنې ادارې ځواکونو او د جمعه خان فاتح د وسله والو ترمنځ نښتې شوې دي.

د افغانستان د اوسنۍ واکمنې ادارې پوځي چارواکو هم په وروستیو اوونیو کې څو ځله بدخشان ته سفرونه کړي دي. په دې لړ کې د دغه ولایت وروستی لوړپوړی مېلمه د ادارې لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت و.