د افغانستان د تائیکوانډو ملي لوبډله لاهور ته ولاړه

0
51

د افغانستان د تائیکوانډو ملي لوبډله د نړیوال تائیکوانډو فدراسیون د اسیايي سیمې د ۲۰۲۶ کال په اتم ولسمشرۍ جام کې د ګډون لپاره د پاکستان لاهور ښار ته روانه شوې ده.

د افغانستان د تائیکوانډو فدراسیون د معلوماتو له مخې، په افغان پلاوي کې د کیوروګي برخې شپږ لوبغاړي، د پومسې درې لوبغاړي، دوه ریفریان، دوه روزونکي، دوه مرستیال روزونکي او یو د لوبډلې مدیر شامل دي.

د پومسې سیالۍ د اګست پر ۱۷مه پیلېږي او د کیوروګي سیالۍ به د اګست له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې ترسره شي. دغه سیالۍ د «G3» په کچه کېږي او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو نږدې ۶۰۰ لوبغاړي به پکې ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره به سید رضا اکبري، عبیدالله شیرزي او محمد ګل محمدي د پومسې په برخه کې سیالي وکړي. په کیوروګي برخه کې به احسان رحیمي، حکمت‌الله زین، عذیر رشیدي، اشرف شکران، امید سهاګ او علي‌اکبر امیري په بېلابېلو وزنونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

حکمت‌الله زین مخکې د منفي ۶۸ کیلوګرامه وزن په برخه کې د ۲۰۲۶ کال ناګویا اسیايي لوبو لپاره د افغانستان د ګډون ونډه ترلاسه کړې ده.

افغانستان د ۸۰ کیلوګرامه څخه د پورته وزن لپاره هم ونډه ترلاسه کړې، خو په دې وزن کې د وروستي استازي نوم لا نه دی ټاکل شوی. د لاهور له سیالیو وروسته به د علي‌اکبر امیري او امید سهاګ ترمنځ ټاکنیزه سیالي ترسره شي او بریالی لوبغاړی به په ناګویا اسیايي لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.