افغانستان، ازبکستان او چین د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

0
64

د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د نوو ترانزیټي لارو د جوړولو او د ګډو پانګونو لپاره د فرصتونو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي دا څرګندونې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سرخان‌دریا ـ چین سوداګریزې غونډې پر مهال کړې دي. په غونډه کې د ازبکستان او چین دولتي چارواکو، افغان پلاوي او د درې واړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.

عزیزي ویلي، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان اقتصادي اړیکې د پراختیا نوي پړاو ته داخلې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو پلاوو تګ راتګ، سوداګریزې ناستې او د خصوصي سکټور هوکړې د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې لپاره نوې لارې پرانیستې دي.

نوموړي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه بللی او ویلي یې دي چې د سیمې د نښلولو او د ختیځې، منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې د چین رول مهم دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار کړی چې افغان توکو ته باید د چین او د سیمې نورو بازارونو ته د رسېدو زمینه نوره هم اسانه شي. هغه له ازبکستانه غوښتي چې د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي شبکو له لارې د افغان محصولاتو د سیمه‌ییزو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.

عزیزي ویلي، افغان حکومت د چینايي او ازبکستاني شرکتونو لپاره د کانونو، کرنې، د کرنیزو او صنعتي محصولاتو د پروسس، انرژۍ، ماشینونو، تولیدي چارو او اقتصادي بنسټونو په برخو کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو هڅه کوي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د خامو موادو پروسس او د ګډو صنعتي پروژو پلي کېدل کولی شي د هېواد د اقتصاد ترڅنګ د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم د ګډو ګټو پر بنسټ د دوامدارې اقتصادي همکارۍ زمینه برابره کړي.

په دې غونډه کې د ازبکستان مرستیال لومړي وزیر جمشید خواجه‌یف، د چین د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي اولوغ‌بېک قاسموف، د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت او د دولتي او خصوصي ادارو یو شمېر استازو ګډون کړی و.

د بلخ والي محمد یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان پر دوستانه اړیکو خبرې کړې او ګډونوالو ته یې په بلخ کې د پانګونې د فرصتونو او د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.

د غونډې ګډونوالو د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا، د ترانزیټي اسانتیاوو د ښه کېدو، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په اړه بحثونه کړي دي.

له غونډې وروسته نورالدین عزیزي او ملګري پلاوي د ازبکستان د بېلابېلو تولیداتو او صنعتي توکو له نندارتون څخه هم لیدنه کړې ده.

افغان چارواکي باور لري چې په ترمذ په څېر سرحدي سوداګریزو مرکزونو کې د ورته غونډو جوړول کولی شي افغانستان له منځنۍ اسیايي بازارونو سره لا ښه ونښلوي، د هېواد د صادراتو کچه لوړه کړي او افغان اقتصاد د سیمې له سوداګریزو ځنځیرونو سره نږدې کړي.

افغان حکومت له سیمه‌ییزو هېوادونو او چین سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د خپلو لومړیتوبونو له ډلې بولي او هڅه کوي چې د ګډو پانګونو او ترانزیټي پروژو له لارې سوداګري پراخه او د کار زمینه زیاته کړي.