ویب ډیسک
اروپايي ټولنې افغانستان کې د ت.البانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره هممهاله ويلي، چې دغه هېواد په بې مخینې توګه له انساني ناورين سره لاس او ګرېوان دی.
يادې ټولنې په همدې تړاو خپاره شوي راپور کې ويلي، چې اوسمهال افغانستان له سخت اقتصادي بد وضعيت، ولږې، د خوارځواکۍ وېرې، د بې وزلۍ ډېروالي، د روغتيايي سيستم ړنګېدو او له ټولنې د ښځو او نجونو د محروميت سره مخ دی.
د اروپايي ټولنې په وينا، د افغانستان شاوخوا ۱۷ ميليونه اوسېدونکي د روان کال په ترڅ کې له لوړې کچې ولږې سره مخ دي او بېړنيو بشردوستانه مرستو ته اړ دي.
د ت.البانو په بيا واکمنېدو سره افغانستان کې د بې وزلۍ کچه په بې مخينې توګه لوړه شوې او ډېری مرسته کوونکو بنسټونو د محدوديتونو د لګولو له کبله خپل فعاليتونه درولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو هم په خپلو بېلابېلو راپورونو کې د افغانستان د ناورين په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي، چې که دغه هېواد ته پاملرنه ونه شي، ولږه به د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.


