سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګوټیرس وايي، د افغانستان وضعیت کړکېچن دی

ګوټیرس وايي، د افغانستان وضعیت کړکېچن دی

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، دوه کال کېږي چې پر افغانستان د ت.البانو واکمني روانه ده او پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو په ګډون د دغه هېواد وضعیت کړکېچن دی.

ګوتریش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې باید افغانستان هېر نکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (د زمري ۲۴مه، د اګست ۱۵مه) افغانستان کې د ت.البانو د بیا واکمنېدو دویمه کلیزه وه چې ډېری افغانانو دغه ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه توره ورځ بللې خو ت.البانو او پلویانو یې یاده ورځ د یوې ویاړلې ورځ په توګه نمانځلې ده.

#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه