سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد زلمي خلیلزاد څرګندونې د متحده ایالاتو د موقف استازولي نه کوي

د زلمي خلیلزاد څرګندونې د متحده ایالاتو د موقف استازولي نه کوي

ويب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېدانت پټیل وایي، د زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او د متحده ایالاتو د موقف استازولي نه کوي.

نوموړی وایي، د امریکا موقف یو داسې افغانستان لیدل دي چې له خپل ځان او ګاونډيانو سره په سوله کې وي، په خپلو پښو ولاړ وي او زیاتوي چې د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي پر همدې هدف متمرکزه ده.

هغه زیاته کړې چې امریکا له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان سره نږدې ۱٫۹ میلیارده ډالر مرسته کړې او د افغانانو مرسته او اوسني بشري او اقتصادي کړکېچ ته رسېدنه یې لومړیتوب دی.

خلیلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي ؤ چې افغان سیاستوال دې بېرته افغانستان ته ستانه شي، پخپله دې مسؤلیت واخلي او امریکا یې بیا مرستې ته نه راځي.

#Afghanistan #USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه