یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (اتمه برخه)

کشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (اتمه برخه)

لیک: ډاکټر لطیف یاد

۲۳- سردار عبدالله خان الکوزی :
نوموړي په ۱۲۱۰ لمریز کال کې ددراني امپراتورۍ له خوا دکشمیر دسیمې دصوبه دار په توګه وټاکل شو. ده خپل ورور رحمت الله خان دخپل قائم مقام یا نائب په توګه وټاکه او پخپله د شیر محمد خان مختار الدوله سره یو ځای دشاه زمان حضورته ورغی او څو میاشتې یې په کابل کې دهغه سره تیرې کړې اوبیا بیرته کشمیر ته ورستون شو.

ده یو کال ددغې سیمې دسمبالولو په چارو تیرې کړې ، خو په پای کې یې ددرانی دربار دامره سره سم خپل ورور ګلستان خان دخپل نائب په توګه وټاکه او پخپله دمیرزا رضاخان سره یوځای کابل ته لاړ. په همدې وخت کې په کشمیر کې صفدر علي خان او سربلند خان په بغاوت لاس پورې کړ .ګلستان خان ددغو باغیانو دټکولو او ځپلو لپاره لښکرې چمتو کړې ، خو د شاهي پوځ ډیر شمیر افسران دباغیانو له خوا ووژل شول او ځیني یې ژوندي ونیول شول .سردار عبدالله خان الکوزی په ۱۲۱۳ لیږدیز /هجري کال له کابله رخصت شو او بیرته کشمیر ته لاړ او په ډیر تدبیر اوپوهې سره یې پر هغو کسانو بریالیتوب ترلاسه کړ چې په دغه سیمه کې یې اله ګوله او نا ارامي رامینځ ته کړې وه .

سردار عبدالله خان په ۱۲۱۵ لیږدیز /هجري کال یو ځل بیا ددراني دربار له خوا کابل ته ور وغوښتل شو ، خو ده تر خپل تګ دمخه خپل ورور عطا ء الله خان په کشمیر کې د خپل نائب په توګه وټاکه او بیا پخپله کابل ته لاړ، خو دی لا کابل ته ن ورسیدلی چې دده بل ورور وکیل خان چې دوفادارخان باجه ( سانډو) و دکشمیر صوبه دار وټاکل شو.

کله چې عبدالله خان کابل ته ورسید دوفادارخان له خوا ونیول شو او دکا بل دبالا حصار په کلا کې یې زنداني کړاو ملا احمد خان یې دده دورورعطا محمد خان دنیولو لپاره وګماره. کله چې ملا احمد خان دمظفر آباد سیند ته ورنږدې شو نو عطا محمد خان دخپل ورور دپیغام دترلاسه کولو سره سم په بغاوت لاس پورې کړ.لومړی یې خپل ورور وکیل خان چې دکشمبر دصوبه دار په توګه ټاکل شوی و ونیوه او هغه یې وواژه او ملا احمد یې هم اسیر کړ .

په دغه ترڅ کې د۱۲۱۶ لمریز کال په لومړیو کې دشاه محمود دبغاوت له کبله په کابل کې وضعه خرابه شوه او عبدالله خان دبالا حصار دقوماندان جان نثار خان سره روغه وکړه او دهغه په ملګرتیا دبالا حصار دکلا نه وتښتیدل او دواړه کشمیر ته لاړل .به ۱۲۲۰ لمریز کال کله چې شجاع الملک ( شاه شجاع) له کندهاره پیښور ته لاړه نو شیر محمد خان مختا رالدوله یې دیوه ستر لښکر سره دعبدالله خان دټکولو لپاره کشمیرته ولیږه او عبدالله خان هم ورسره مقابله وکړه ، خوپه پای کې دعبدالله خان لښکرو ماته وخوړه او مختار الدوله شیر محمد خان د۱۲۲۰ لمریز کال دذوالحجې په میاشت کې دسرینګر په ښارکې دصوبه دارۍ دچارو واګې په خپل لاس کې ونیولې اووروسته عبدالله خان په ۱۲۲۱ لمریز کال کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او مړی یې دده دمور له خوا له کشمیره کابل ته ولیږدیدل شو . عبدالله خان یوولس کلونه او شپږ میاشتې په کشمیر کې صوبه داري وکړه .
( نوربیا )

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه