د اکتوبر ۱۶مه په داسې حال کې د خوړو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، په افغانستان کې به د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
د دغو ادارو د شمېرو له مخې، دغه شمېر د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۳۸ سلنه جوړوي.
د ملګرو ملتونو بشري مرستندویه ادارو هم اټکل کړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې تر څلورو میلیونو ډېر کسان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، د خوړو د کمښت د پراخېدو ترڅنګ، په راتلونکي کال کې د خوارځواکۍ د پېښو د زیاتېدو اندېښنې هم شته.
د خوړو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۶مه نمانځل کېږي. دغه ورځ په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له جوړېدو سره تړاو لري او موخه یې د خوړو د خوندیتوب، روغتیايي خوړو او لوږې د له منځه وړلو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول دي.


