د بلوچستان په خاران ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو د رخشان څانګې کمېشنر اسدالله کاکړ له خپل موټرچلوونکي سره تښتولی دی. د راپورونو له مخې، دا پېښه د نوشکي ـ خاران پر لویه لار، هغه ځای ته نږدې شوې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د خاران مرستیال کمېشنر هم ترې تښتول شوی و.
اردو نیوز د خاران د ولسوالۍ د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي او د پولیسو د یوه چارواکي له قوله د پېښې پخلی کړی دی. دغو چارواکو د خپلو نومونو د نه خپرېدو په شرط ویلي چې کمېشنر اسدالله کاکړ او موټرچلوونکی یې د وسلهوالو له خوا وړل شوي دي.
تر اوسه د بلوچستان ایالتي حکومت د پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه یې هم پېښه تایید کړې ده.


