یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین او پاکستان په افغانستان کې«هر اړخیز سیاسي چوکاټ» غواړي

چین او پاکستان په افغانستان کې«هر اړخیز سیاسي چوکاټ» غواړي

ويب ډيسک

 چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د هغه پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي چوکاټ د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې منځلاري سياستونه غوره کړي، د ګاونډیتوب ښې اړيکې تعقیب کړي او د ترهګرېزو فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې له کارولو ډډه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لورو «له افغانستان سره د بشري وضعیت او اقتصادي پراختیا په برخو کې د ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.»

دواړو لورو په دې هم هوکړه کړې، چې بیجینګ او اسلام آباد باید«له افغانستان سره د تلپاتې پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې ددې هيواد ادغام په برخه کې د مرستې لپاره مثبت او رغنده رول ولوبوي.»

دغه څرګندونې په بېجينګ کې د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له درې ورځني سفر وروسته شوې دي.

د ټولګډونه حکومت جوړول، د ترهګرو په پټنځای د افغانستان له بدلېدو څخه مخنیوی او د بشري حقونو او نړیوالو تړونونو رعایت، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال دزمري مياشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه