یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمرکېعبدالاحد مومند :په فضا کې د پښتو ژبې ویلو ترڅنګ د قران...

عبدالاحد مومند :په فضا کې د پښتو ژبې ویلو ترڅنګ د قران کریم تلاوت هم کړی دی

ويب ډيسک

‏فضا ته د افغان ستورمزلي سفر؛ عبدالاحد مومند څلورم مسلمان چې فضا کې یې د پښتو ژبې ویلو ترڅنګ د قران کریم تلاوت هم کړی دی.

الجزیره نېټ د ښاغلي مومند په شخصي ژوند او فضا ته په سفر يوه مقاله خپره کړې او د ځانګړو خبرو په ترڅ کې یې ورته ویلي چې د پيلوټ جوړېدو هيله یې له ماشومتوب څخه وه او له کالونو زحمت ګاللو او زده‌کړو وروسته وتوانېده چې د پېلوټۍ ترڅنګ فضا ته د تللو ارمانونه یې په حقيقت بدل شي.

هغه له الجزیره نېټ سره په پلو خبرو کې وايي: «کله چې ما له پخواني ولسمشر ډاګټر نجیب الله سره له فضا خبرې کولې، ما ورته وویل چې افغانستان له فضا څخه ډېر ښکلی دی او ډېر امن ښکاري؛ افغانان جګړې ته اړتیا نه لري؛ مهرباني وکړئ جګړه ودروئ.»

ښاغلي مومند د سفر په لړ کې له خپلې مور او ډاکتر نجیب الله سره هم په ټلیفون خبرې وکړې او دې سره پښتو لومړی ژبه شوه چې په فضا کې په رسمي ډول وويل شوه، هغه زیاتوي: «له پخواني افغان ولسمشر نجیب الله سره له خبرو وروسته مې راسره مل عملې ته چای چمتو کړ او د افغانستان د حکومت په غوښتنه مې د قران کریم تلاوت وکړ، دا یو خوندور سفر و او یادونه یې لا هم زما په ذهن کې پاتې دي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه