ویب ډیسک
په پنجشیر کې د زمردو د یوه کان د یوې برخې د نړیدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پنجشیر امنیه قوماندان مولوي دادمحمد وایي چې دا پیښه د خنج ولسوالۍ په مُکني سیمه کې شوې ده. د نوموړي په وینا د پیښې قربانیان د پنجشیر ولایت د خنج او پریان ولسوالیو اوسیدونکي دي.
د پنجشېر د زمردو د کان یوه کارګر ضمیراحمد آزادۍ راډیو ته وویل چې د پېښې قربانیان په کان کې دننه د کار په حال کې وو، چې ګړنګونه پرې راپرېوتل. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د خنج ولسوالۍ د مُکني سیمې د زمردو په کان کې شاوخوا دوه زره کسان کار کوي.


