دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایران څخه د افغانستان وارداتو کچه ۳ میلیارد ۱۴۳ میلیون ډالرو...

له ایران څخه د افغانستان وارداتو کچه ۳ میلیارد ۱۴۳ میلیون ډالرو ته لوړه شوې

ويب ډيسک

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي وایي، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو اندازه په ۲۰۲۴ کال کې۳ میلیارد او۱۹۷میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړه، له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۳ میلیارده او ۱۴۳ میلیون ډالرو ته رسیدلې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۱میلیارد او ۷۱۴ میلیون ډالرو په پرتله کابو درې اتیا سلنه زیاتوالی ښيي.

روستایي زیاته کړه، ایران ته د افغانستان صادرات په ۲۰۲۴ کال کې ۵۴ میلیون ډالرو ته ورسېدل چې د تېر کال په پرتله یې ۲۹ میلیون ډالره یعنې ۱۱۴ فیصده زیاتوالی درلوده.

که څه هم ایران طالبان په رسمیت ندي پېژندلې، خو له دغه ډلې سره تر چین وروسته تر ټولو زیاته سوداګریزه را کړه ورکړه ترسره کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه