دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ...

په افغانستان کې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

ويب ډيسک

ملګري ملتونه وايي چې په روان ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

 

د یاد سازمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغه هیواد کې خوړو ته محدود لاسرسی او سړه هوا د دې لامل شوي چې خلک د خپلو کورنیو لپاره د خوړو په چمتوکولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

 

خبرپاڼې زیاته کړې چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام به روان کال له میلیونونو ماشومانو سره مرسته وکړي.

 

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د کابو ۴۷۵ زرو خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې ده.

 

خو ډاکتران وایې چې د زېږون ترمنځ د واټن په پام کې نه نیول، د کافي خوړو نشتون او د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله پر خوارځواکي د هغو د اخته کېدو اصلي لامل دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه